معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اقتصادي معاونیت وایي، افغانستان به د چرګانو تولید برخه کې پر ځان بسیا شي

اقتصادي معاونیت وایي، افغانستان به د چرګانو تولید برخه کې پر ځان بسیا شي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسۍ باندې بحث شوی.

یاده پالیسي تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه، چې په عملي کېدو سره به یې افغانستان د چرګانو سکټور کې بشپړې ځان‌ بسیاینې ته ورسیږي.

د دې پرمټ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا ۷۰۰زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د اقتصادي معاونیت په وینا، له دې سربېره دغې غونډې ته د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریز کلونو پر مهال د کرنې وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رغول شویو او تر بیارغونې لاندې حکومتي سړو خونو راپور هم وړاندې شو، چې دغه موضوعات د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادي کمېسیون ته ورکړل شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس