معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اقتصادي کمېسیون د کابل – جلال آباد د دوهم سرک جوړولو پروژه تایید کړه

اقتصادي کمېسیون د کابل – جلال آباد د دوهم سرک جوړولو پروژه تایید کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۴  مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اقتصادي کمېسیون په خپله نوبتي غونډه کې د حق‌العبور په بدل کې د کابل – جلال اباد د دوهم سرک د جوړولو پروژه او د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس د جوړولو طرحه منظور او تایید کړه.

د خبر پر بنسټ، د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اقتصادي مرستیال په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د حق‌العبور په بدل کې د کابل – جلال آباد د دوهم سرک جوړولو پر پروژې، د مازادو او خوراکي غنمو د پېرلو پر تګلارو، د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس پر جوړولو او ځينو نورو موضوعاتو باندې بحث شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس