کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې مختلفو مهمو موضوعاتو باندې بحث شوی.
د خبر پر بنسټ غونډه کې د ډي پي ورلډ شرکت د شرطپاڼې په تړاو د متحده عربي اماراتو ته د سرپرست حکومت د پلاوي د کاري پلان، د کاسا زر پروژې په اړه د افغانستان برېښنا شرکت د ټاکل شوي پلاوي، د افغان – ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت، د مناګي برېښنا بند په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت د راپورونو او د جواز السیر او لایسنس الکټرونیکي کولو پر طرحې بحث وشو.
په غونډه کې پر یو شمېر اقتصادي موضوعاتو تصمیمونه هم نیول شوي، چې د هېواد د پرمختګ او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره مهم ګامونه بلل کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/