معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / المپیک کمېټه تېرکال افغان لوبغاړو بهرنیو سیالیو کې ۲۲ مډالونه ګټلي

المپیک کمېټه تېرکال افغان لوبغاړو بهرنیو سیالیو کې ۲۲ مډالونه ګټلي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د المپيک ملي کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ويلي، چې د يادې ادارې له لوري د تېر يوه کال په موده کې د هېواد په کچه ۳زره ۵۸۶ تشويقي، مناسبتي او رسمي سيالۍ ترسره شوې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبغاړو په تېر يوه کال کې ۴۹ بهرنیو سياليو کې ګډون کړی او په پايله کې يې افغان لوبغاړو ۲ د سرو زرو، ۱۰ د سپينو زرو او ۱۰ د برونزو مډالونه ګټلي دي.
سرچینې ویلي، چې تېر کال په پلازمېنه کابل کې د واليبال، فوټبال، فوټسال او وزلوبې غوره ليګونه په برياليتوب سره ترسره شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس