معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / الکوزی: له روسیې سره د تړون پر بنسټ راوړل شويو توکو په وېش کې دې د سوداګرو تر منځ انصاف وشي

الکوزی: له روسیې سره د تړون پر بنسټ راوړل شويو توکو په وېش کې دې د سوداګرو تر منځ انصاف وشي

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي له حکومته غوښتي، چې د یو کلن تړون پر بنسټ له روسیې راوړل شوي توکي دې د ډېرو سوداګرو تر منځ په مساوي توګه ووېشل شي.
الکوزی وايي، دغه توکي دې یوې ډلې یا یو سوداګر ته نه ورکول کېږي.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي، چې د سوداګریزو تړونونو ګڼوالی مهمه خبره ده او باید فرصتونه ور ته برابر شي خو په وینا یې دولت دې پخپله سوداګري نه پرې کوي .
الکوزي زیاته کړې، له روسیې سره د میلیونونو ټنو نفتي او خوراکي توکو شوی قرارداد که څه هم یو کلن دی خو کال وروسته به دا تړون دایمي شي.
افغانستان ته له روسیې د دغو توکو د رسېدو له خبر سره د توکو په بیو کې څه نا څه بدلون راغلی خو خلک لا هم د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه ډاډ ورکوي، چې بازار ته د یادو توکو له عرضه کېدو سره به د اوړو، غوړیو او نفتي توکو بیې را ټیټې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس