معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا: اسلو کې د ټولګډونه او استازي حکومت پر سر خبرې کېږي

امریکا: اسلو کې د ټولګډونه او استازي حکومت پر سر خبرې کېږي

ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۳مه) امریکا وایي د ناروې پلازمېنې اسلو کې به په مذاکراتو کې په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت خبرې کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بهرنیو رسنیو ته ویلي چې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې به له افغان لوري سره مذاکرات کېږي چې په دې کې د فرانسې، برېټانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، ایټالیا او امریکا استازي هم ګډون کوي.
سرچینې ویلي چې په مذاکراتو کې د افغانستان د نوي حکومت له استازو سره د یوه ټولګډونه او نماینده حکومت پر جوړولو، د بشري ناورین د مخنیوي، د بشري حقونو پر رعایت او په ځانګړې توګه د مېرمنو د حقونو، ښوونځیو، پوهنتونو او دندو ته د دوی د پرېښوودلو او نورو اړوندو مواردو پر سر خبرې کېږي.
همدا راز به د مولوي متقي په مشرۍ پلاوی په ناروې کې د افغانستان د مدني ټولنې او بېلو قشرونو له یوه لوی پلاوي سره ګوري او پر مهمو مسایلو به خبرې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس