معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا او بریتانیا له افغانستان ۳۳۰ میلیون ډالر مرسته وکړه

امریکا او بریتانیا له افغانستان ۳۳۰ میلیون ډالر مرسته وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP خبر ورکړی، چې امریکا او بریتانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې.

تر دې څه موده وړاندې دغې ادارې په افغانستان کې د مرستو د سخت کمښت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دوی په دوو جلا بیانونو کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خوارځواکۍ او ژوند ژغورونکو برخو لپاره له دغه هېواد سره ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې.

بل لور د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، بریتانیا هم د بېړنیو پروګرامونو لپاره له ۵۰ میلیون ډالرو ډېره مرسته کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا مرستې به له ۴.۲ میلیون څخه زیاتو خلکو ته خوراکي توکي، شپږ نیم لکه ماشومانو او له نیم میلیون څخه زیاتو خوارځواکو میندو ته طبي خدمات او خواړه چمتو کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس