معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا او برېتانیا پر ایران نوي بندیزونه لګولي

امریکا او برېتانیا پر ایران نوي بندیزونه لګولي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۶ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالاتونو او برېتانیا پر ایران تازه بندیزونه لګولي دي.
د خبر پر بنسټ دغو هېوادونو له اسټرالیا، کاناډا او یو شمېر نورو متحدینو غوښتي، چې دوی هم پر ایران بندیزونه ولګوي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، امریکا د نړۍ له شاوخوا نورو هېوادونو سره یوځای د ایرانیانو د ملاتړ او د عدالت د تامین لپاره هڅې کوي، چې پوښتنې وشي او بشري حقوق رعایت شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، پر ۲۵ ایرانیانو په انفرادي ډول بندیز لګېدلی دی، درې حکومت پلوه رسنۍ په دغه بندیز کې شاملې دي او د ایران پر یوه انټرنیټي څېړنیز شرکت هم بندیز لګول شوی دی.
ایراني چارواکو بیا دغه بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې امریکا د ټولو نړیوالو اصولو خلاف پر ایران فشار راوړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس