کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۸ مه نېټه):
په داسې حال کې چې نن په سوډان کې د دواړو لورو ترمنځ شوی اوربند پای ته رسېدلی، د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې تازه سعودي عربستان او امریکا د یاد اوربند د غځېدو غوښتنه کړې.
د خبر له مخې دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د اوربند غځول به د سوډان د خلکو لپاره د بېړنیو بشري مرستو رسول اسانه کړي.
په اعلامیه کې د جګړې پر دواړو لورو غږ شوی، چې خبرې اترې دې روانې وساتي، څو د اوربند د غځولو هوکړې ته ورسېږي. تېره اونۍ د امریکا او سعودي په منځګړیتوب د یادې جګړې ښکېلو لورو د یوې اونۍ لپاره اوربند وکړ، خو له اوربند سره سره په پایتخت خرطوم او یو شمېر نورو سیمو کې د جګړې خبرونه ورکول کېدل.
تر اوسه ښکېلو غاړو د دغې غوښتنې په غبرګون کې څۀ نۀ دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/