معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا ته تللي افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي

امریکا ته تللي افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وږي/سنبلې ۲۰مه او د سپټمبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) امریکا ته تللي افغان کډوال د اوسېدو ځای په ګډون له ډول ډول ستونزو او اندېښنو سره مخ دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه زرګونه افغان کډوال چې متحده ایالتونو ته تللي، د استوګنځایونو د نشتون له ستونزې سره مخ دي.

ډېری کډوال د دایمي اوسېدو په اړه هم اندېښمن دي دوی وېره لري چې امریکا به یې له څه وخت تېرېدو وروسته خپل هېواد ته ولېږي؛ ځکه تر اوسه یې د دایمي مېشت کېدو اسناد نه دي ور کړي.

راپورونو د خپلو سرچینو له قوله ويلي، د تللي افغانانو لوړه سلنه په لنډمهالو وېزو په امریکا کې ژوند کوي او یا هم بشردوستانه وېزې ورکړل شوې دي، سرچینه زیاتوي معلومه نه ده چې د وېزو د وخت تر پای ته رسېدو وروسته به امریکا له دوی سره څه کوي.
د ا.ا له راتګ وروسته امریکا د تخليې ماموریت کې شاوخوا ۸۰ زره افغانان و ایستل چې دمګړی له دغه ډلې ډېری یې په امریکا کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس