معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا د افغانستان اقتصادي پراختیا لپاره بازارونو ته د لاسرسي په پراختیا ټینګار کړی

امریکا د افغانستان اقتصادي پراختیا لپاره بازارونو ته د لاسرسي په پراختیا ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، چې افغانستان کې د اقتصادي پراختیا لپاره باید بازارونو ته لاسرسی پراخ شي.

توماس وېسټ چې د افغانستان په اړه د دوحې تر درېیمې غونډې وروسته د مدني ټولنې له استازو سره کتلي وایي، دې پایلې ته رسېدلی چې کاري ځواک سره د یوځای کېدو لپاره باید د نجونو پر وړاندې په ټوله کچه د زده کړو دروازې پرانیستل شي.

تر دې څو ورځې وړاندې د دوحې غونډې پرمهال هم ټوماس وېسټ د افغانستان پر اقتصادي رغون او پرمختیا ټینګار کړی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس