معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا کې د استازو جرګه د حوت په ۱۷ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه غونډه کوي

امریکا کې د استازو جرګه د حوت په ۱۷ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه غونډه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۱ مه نېټه):
د امریکایي رسنیو د خبر له مخې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، چې د حوت په ۱۷مه نېټه به له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو د بېړې او غیر له همغږۍ وتلو په اړه خپله لومړنۍ غونډه وکړي.
دوی زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به د دوو پوځي ډلو د چارواکو شهادتونه چې د افغانانو او امریکایانو په وېستلو کې یې رول لوبولی، واوریدل شي.
له افغانستانه په غیر مسوولانه توګه د وتلو پر سر یو شمېر پخواني افغان چارواکي او نړیوال مبصرین پر امریکایي لوري تندې نیوکې هم کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس