معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا کې د ډزو یوه پېښه کې نهه تنه ټپيان شوي

امریکا کې د ډزو یوه پېښه کې نهه تنه ټپيان شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه):
د امریکایي رسنیو د خبر له مخې د امریکا د فلوریډا ایالت په یوې ساحلي سیمه کې د ډزو یوې پېښه کې لږ تر لږه نهه تنه ټپیان شوي دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په وینا، پېښه تېر ماښام شوې ده.
آژانس د پولیسو د یوې ویاندې دیانا بتینسکي په حواله ویلي، چې د پېښې ټپیان سیمه کې د ماشومانو یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیسو ویلي، له لومړنیو څېړنو معلومه شوې چې د دوو ډلو ترمنځ لانجه په ډزو اوښتې او دوی په دې تړاو یو مشکوک کس هم نیولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس