کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د فعاليت غځولو په اړه غونډه وکړي.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته رسېدو ته درې ورځې پاتي، ترې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړو د دې شورا د مارچ د شپږمې په غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی و.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر نصیر احمد فایق هم له ځینو افغان رسنیو سره په خبرو کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی دی.
یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي ده، چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د بُن له کنفرانس وروسته او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ ګڼه پرېکړه لیک پر بنسټ د غړو د رايو له مخې د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸ مه په فعالیت پیل وکړ، چې فعاليت يې هر کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو د رایو پر بنسټ غځول کیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/