معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري

اوچا وایي، افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، د ۲۰۲۵ کال پر مهال افغانستان کې ۱۴.۸ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا د دې شمېرو په اعلانولو سره لیکلي، د بشرپالو شریکانو لپاره ۱۴.۲ میلیون وګړو ته د مرستې رسول لومړیتوب دی او د دې خلکو د ملاتړ لپاره ۱.۰۹ میلیارد ډالریزې بودیجې ته اړتیا لري.

اوچا تر دې وړاندې ویلي وو، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري او د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.

بل لور د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د بودیجې کمښت له امله سږ کال په ژمي کې نشي کولای چې په افغانستان کې له ۷ میلیون وګړو سره مرسته وکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس