معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

اوچا وایي، افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۵ نېټه):
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ويلي، په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د ژوندی پاتې کېدو لپاره نږدې ۲۸ میلیونه او ۳ لکه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دې ادارې د معلوماتو په اساس، د دغو څه باندې ۲۸ میلیونه تنو په منځ کې ۱۷ میلیونه له شدیدې لوږې سره مخامخ دي او ۶ میلیونه یې په اضطراري ډول خوړو ته اړ دي.
اوچا تېره ورځ په خپل یو راپور کې ویلي، چې ‘People and need’ موسسه د اروپايي اتحادیې په ملاتړ د افغانستان په مېدان وردګو ولایت کې د خوراکي امنیت، اوبو، تغذیې، نظافت او پاکو اوبو پروګرام پیل کړی دی.
د دې پروګرام په اساس د هغو کسانو ملاتړ کیږي چې ستونزې یې خورا ډېرې دي او د خپل ژوند شدیدې اړتیاوې نه شي ترلاسه کولای.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس