کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ويلي، له هغې بسپنې څخه چې د هرات د زلزلې له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره یې غوښتې وه، یوازې په سلو کې ۲۶ یې ترلاسه کړې ده.
اوچا په یوه راپور کې ویلي، د ژمي په درشل کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۳ میلیونه ډالره بسپنه غوښتې ده.
په راپور کې راغلي، چې مرستندویې موسسې په سیمه کې له اړو خلکو سره د خېمو، نغدو پیسو، خوړو، روغتیايي خدماتو او نورو برخو مرستې کوي.
د هرات زلزلې د زیانونو په اړه د اوچا په دوهم راپور کې ویل شوي، دې زلزلې له ۴۸ زرو ډېرو کورونو ته زیان اړولی، چې له دې ډلې ۱۰ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/