کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان سرپرست حکومت هند ته خپل نوی سرپرست کونسل لېږلی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رسنیو ته د حافظ اکرام الدین کامل د عکس په استولو سره ویلي، چې سرپرست حکومت د هندوستان ممبۍ ښار کې د جنرل کونسلګرۍ لپاره د حافظ اکرام الدین کامل سرپرست ټاکلی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت داسې حال کې دا خبر تاییدوي، چې تېره ورځ د هند سنډې ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې د هند حکومت د افغانستان سرپرست حکومت پر هغې غوښتنې غور کوي، چې له مخې یې د دغه هېواد په ممبۍ ښار کې افغان ډیپلوماټ ومني.
د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا حاکمیت را وروسته دا لومړی ځل دی، چې هند ته نوی افغان ډیپلوماټ لېږل کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/