معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران دوو جرمني ډیپلوماتانو ته له دغه هېواده د وتو امر کړی

ایران دوو جرمني ډیپلوماتانو ته له دغه هېواده د وتو امر کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۱ مه نېټه):
د ایراني رسنیو د خبر له مخې دغه هېواد دوو جرمني ډیپلوماټانو ته امر کړی، چې له ایران څخه ووځي.
رسنیو زیاته کړې، چې د ایران حکومت تور پوری کړی او ویلي یې دي چې دغو دوو ډیپلوماټانو د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه بیان کې ویلي، چې په تهران کې د جرمني سفیر، وزارت ته احضار شوی او د دغې پرېکړې خبر ورکړل شوی دی.
هغه په دې اړه چې دغو ډیپلوماټانو په مشخص ډول ډیپلوماتیک پروتوکول څه ډول مات کړی، نور جزییات نه دي ورکړي او نه هم دغو ډیپلوماټانو ته له ایرانه د وتلو ضرب الاجل ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس