معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ایران دې وروستیو کې په زرګونو افغان کډوال له خپلې خاورې وېستلي

ایران دې وروستیو کې په زرګونو افغان کډوال له خپلې خاورې وېستلي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران سرحدي چارواکو ويلي، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د وېستلو د بهیر په ترڅ کې یې په زرګونو نور افغان کډوال په دې وروستیو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د خبر پر بنسټ، د ایران د خراسان رضوي د ولایت سرحدي ځواکونو قومندان مجید شجاع ویلي، په دغه هېواد کې د غیرقانوني کډوالو د پېژندنې او ورسره د قانوني چلند بهیر دوام لري.

شجاع زیاته کړې، چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې میاشتې له لومړۍ ورځې د همدې میاشتې تر ۱۵ ورځې ۲۰ زره افغان کډوال، چې قانوني اسناد یې نه لرل، د دوغارون سرحد له لارې افغانستان ته ستانه شوي او د افغان لوري سرحدي چارواکو ته یې سپارلي دي.

دې وروستیو کې د ایراني او پاکستاني حکومتونو له لوري افغان کډوالو سره د سخت چلند راپورونه ډېر شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس