کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تسنیم خبري آژانس د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې دغه هېواد د کډوالو وېستلو د پراخ پلان په لړ کې۸لکه ۵۰ زره بې اسناده افغان کډوال وېستلي دي.
د راپور پر بنسټ، د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیونه بې اسناده کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان پرون له ایراني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، د ایران پولیس هڅه کوي بې اسناده بهرنیان په ایران کې کار او استوګنه ونه کړي.
بل لور د کرمان چارواکو ویلي، په دې ولایت کې یې ۳۸زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږلي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/