کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایران کې پر یو شمېر پوځي اهدافو د اسراییلو تر برید وروسته تسنیم خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ایران اسراییلو ته ځواب ورکولو ته چمتو دی.
بل لور د اشغالګر اسراییلي پوځ ویاند دانیل هاګاری پر ایران تر برید وروسته ګواښ کړی، چې په هغه صورت کې چې ایران کومه خطا وکړي او تاوتریخوالی زیات کړی اسراییل به ورته ځواب ورکړي.
تر دې بریدونو وروسته ایران او عراق خپل هوایي حریمونه د هر ډول پر وازونو پر وړاندې تړلي وو، چې تر لږو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شول.
دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي، چې نن سهار ایراني رسنیو پر څو پوځي اډو د اسرائیلو له بریدونو خبر ورکړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/