کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د ایران د بهرنۍ پانګونې ټولنې مشر وايي، په دغه هېواد کې تر ټولو ډېره بهرنۍ پانګونه د افغانانو لهخوا شوې ده.
حسین سلیمي وايي، افغانانو په ایران کې له ۳ لکه ډالرو څخه تر لسو میلیونو ډالرو پورې پانګونه کړې ده.
د ځوانو خبریالانو ټولنې د حسېن سلیمي له قوله راپور ورکړ، چې په ایران کې د بهرنیو پانګوالو په منځ کې افغانان په لومړي ځای کې، چینایان دوهم او عراقیان درېیم ځای لري.
د دغې ټولنې په وينا، په ايران کې به د زياتو افغان پانګوالو غوښتنه تصويب او عملي شي.
حسین سلیمي وايي، که څه هم په ایران کې بهرنیو پانګوالو ته جوازونه زیات شوي، خو بیا هم دغه هېواد له ترکیې او د فارس خلیج له هېوادونو وروسته پاتې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/