معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران کې د افغان کډوالو پر ناوړه وضعیت د کډوالو وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي

ایران کې د افغان کډوالو پر ناوړه وضعیت د کډوالو وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت د سرپرست او د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي ترمنځ کتنه کې افغان کډوالو پر وضیعت او د کار، استوګنې او زده کړې په اړه د هغوی د شته ستونزو په اړه خبرې کړي.

ایراني لوري خپل هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند اوازې او تبلیغات بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د کډوالو ټولو حقونو ته به رسېدنه وکړي.

یاده لیدنه کې په دې هوکړه شوې، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به له کابل څخه یو پلاوی ایران ته ولاړ شي.

وړاندې تر دې ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خلکو شکایتونه کړي وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس