معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایراني لوري د سرپرست افغان حکومت خپرې کړې اعلامیې ته غبرګون ښودلی

ایراني لوري د سرپرست افغان حکومت خپرې کړې اعلامیې ته غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۰ نېټه):
وروسته تر هغې چې د ایران ولسمشر یوه بیان کې د سرپرست افغان حکومت چارواکو ته د حقابې پر سر اخطار ورکړ، افغان لوري د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې دغه ډول څرګندونې نامناسبې وبللې او دا یې د دواړو هېوادونو په زیان وګڼلې.
افغان حکومت خپله اعلامیه کې ویلي وو، چې دوی دې مسله کې نیمه پېړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریز کال کې شوې هوکړې ته ژمن دي او دغه هوکړه تر اوسه پخپل ځای ده.
د اعلامیې دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، د افغانستان په بندونو کې د اوبو شتوالي او نه‌ شتوالي معیار سیاسي بیانیه نه، بلکې عیني او تخنیکي کسان معلوموي.
نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو کې یې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څخه يې په ځلونو غوښتنه کړې چې د اوبو د کچې د اټکلولو لپاره دې یوه تخنیکي پلاوي ته امکانات برابر کړي، خو په وینا یې سرپرست حکومت دا کار نه‌ دی کړی.
د اوبو پر سر دې وروستیو کې د ایران او د سرپرست افغان حکومت ترمنځ د اړیکو مناسبات ترینګلي شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس