معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایراني لوري له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو خبر ورکړی

ایراني لوري له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې له افغانستان سره پر پوله ۳ سوه کیلو متره دېوال جوړوي.

د مهر دولتي خبري آژانس په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ایران د پیاده ځواکونو عمومي قومندان جنرال مهدي شېردل پرون له افغانستان سره پر پوله خراسان رضوي ولایت ته سفر کړی او د دېوال د جوړولو چارې یې کتلې دي.

جنرال مهدي ویلي، چې دا دېوال د افغانستان د پولې په اوږدو کې ۳ سوه کیلومتره اوږد او څلور متره لوړ دی، چې چارې به یې ډېرې ژر بشپړې شي.

ایراني چارواکو ویلي، د دې دېوال د جوړولو موخه یې د دوی په خبره د امنیت د لا ټینګښت، د مخدره موادو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخنیوی دی.

افغان لوري لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس