معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بادغیس کې د انتاني ناروغیو ٢٠ بستریز روغتون پرانیستل شو

بادغیس کې د انتاني ناروغیو ٢٠ بستریز روغتون پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د انتاني ناروغیو د ٢٠ بستریز روغتون د پرانیستلو خبر ورکوي.
د یاد روغتون د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولايت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عجب خان وویل، دغه روغتون چې د کرونا روغتون پر ځای پرانیستل شو، د ټولو ساري ناروغیو (کرونا، نري رنځ، شري) او نورو ناروغیو درملنه په کې کیږي.
د دغه ولایت والي ویلي، چې سرپرست افغان حکومت هڅه کوي، خلکو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي د یاد روغتون له ډاکترانو او نرسانو وغوښتل، چې خلکو ته په صادقانه ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس