معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بادغیس کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې

بادغیس کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا د وقایوي چارو مسوول محمد یوسف نجمي ویلي، د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ په قرتو کلي کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، چې قرباني یې پنځه کلنه نجلۍ ده.

دا په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ده.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۴ کال کې د عامې روغتیا وزارت کومه مثبته پېښه نه وه تأیید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا د ۲۰۲۴ کال لپاره ۲۵ مثبتې پېښې ثبت کړې وې.

د سیمې اوسېدونکي او روغتیاپالان اندېښمن دي، چې د کور په کور واکسین نه‌ تطبیق به د ماشومانو لپاره خطر زیات کړي.

دغه پېښه په داسې مهال ثبتیږي، چې ټاکل شوې سبا دوشنبه د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د پولیو پر ضد کمپاین پیل شي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس په کې شته. روغتیاپالان ټینګار کوي چې د کور په کور واکسین بیا پیلول کولای شي دا ناروغي په بشپړ ډول له منځه یوسي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس