کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په بادغیس کې یو شمېر فرهنګي فعالان د هغو تاریخي میراثونو د قاچاق او له منځه تلو په اړه اندېښمن دي، چې دغه ولایت کې شتون لري.
دوی دغه ولایت کې د فرهنګي میراثونو په ویجاړولو او قاچاق نیوکه کوي.
د بادغيس سيمه ييزو چارواکو بیا د دغو اندېښنو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی، چې په جدي توګه به د دغو غیر قانوني کړنو مخنیوی وکړي.
افغانستان چې په خپله لمنه کې ډېری تاریخي میراثونه لري، د تېرو څو لسیزو جګړو له امله یې یو شمېر تخریب او یو شمېر نور بیا په غیر قانوني ډول بهرنیو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/