معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې تاریخي ځایونه له سره رغول کیږي

بامیانو کې تاریخي ځایونه له سره رغول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، چې ګڼ شمېر تاریخي ځایونه بیا ځل رغول کیږي.
د راپور پر بنسټ د بامیانو اطلاعاتو او کلتور رییس د یونسکو موسسې له یو شمېر مسوولینو سره د ضحاک له تاریخي ښار څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې غواړي د دغې موسسې په همکارۍ د یاد ولایت تاریخي ځایونه بیا ورغوي.
هغه زیاته کړه چې د ضحاک ښار د یونسکو په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې ثبت دی او په اوسنیو شرایطو کې د دغه ریاست لومړيتوب د یادو میراثونو ساتنه ده.
د یادونې وړ ده، چې د صلصال او شهمامه بودا، د ضحاک ښار، د غلغلې ښار، د ککرک بودا، د یکاولنګ ۴۰ برج، کافرقلعه، ۴۰ ستونه مغارې، د بودا شاو خوا مغارې، د بامیانو شاهي ښار او یو شمېر نور تاریخي ځایونه دي، چې له جدي ګواښ سره مخ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس