کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو ولایت ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله نهو تنو ته د مرګ – ژوبله اوښتې.
د امنیتي مسوولینو په خبره دغه پېښه د یاد ولایت مرکز په سرخدر سیمه کې د نیشان او ټروبو ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې ۲ تنه په کې مړه او د دوو ښځو په ګډون ۷ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.
د مسوولینو په وینا ټپيان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دوی د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/