کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیان ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو دوه کان کیندونکي مړه شوي.
د خبر پر بنسټ دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په خواجه ګنج کلي کې رامنځته شوې ده.
د ځایي مسوولینو په خبره دغه کسان د ګازو د لګېدو له امله مړه شوي دي.
تېره ورځ د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله هم د یوه کارګر د مړه کېدو خبر ورکړل شوی و.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ګاز ډبې چاودنې او د کانونو نړېدو تل د ګڼو کارګرانو ژوند اخيستى دى.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/