معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د “واټرشيډ” پروژې پیل شوې

بامیانو کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د “واټرشيډ” پروژې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بامیانو ولایتي چارواکو ويلي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د اوبو د خاورینو بندونو د جوړېدو “واټرشیډ” پروژې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، یادې پروژې د بامیانو سیغان او پنجاب ولسوالیو کې پیل شوي، چې د اکشن‌ایډ موسسې له لوري پلې کیږي.
د مسوولینو په وینا د یادو پروژو پیل سره څه باندې ۱۱زره کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوه.
د دغه ولایت رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼې کې د اکشن‌اېډ موسسې دغه پروژې مهمې ګڼلي او ویلي یې دي چې هڅه به وکړي، څو د موسسو په مرسته د اړمنو خلکو ستونزې هوارې کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس