معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې سېلابونو کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ کړي

بامیانو کې سېلابونو کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د باميانو ولايت د کهمرد ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې د تېرې شپې سېلابونو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د دوى کرنيزې ځمکې او د استوګنې کورونه ويجاړ کړي.

د کهمرد ولسوال هم د دغو سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ د سلګونو جريبه کرنيزو ځمکو او يو شمېر سړکونو د ویجاړېدو پخلى کوي او وايي، چې د لخي، قاغور، رويسنګ، پايان باغ او لرموش کلي د سېلابونو شاهدان دي.

د کهمرد ولسوال وايي، په دې پېښه کې چاته – مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو مالي زیانونه یې زیات اړولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس