معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنو ژوند بایللی

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې بدخشان ولايت کې تېره ورځ د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنو ژوند بایللی دی.
د بدخشان امنيې قوماندانۍ وياند ويلي، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د کوف اب ولسوالۍ په “نشر” کلي کې يو ډاټسن موټر له سړکه واوښت او چپه شو.
نوموړي زیاته کړې، چې مړه شوي کسان د جوزجان او کابل ولایتونو اوسېدونکي دي.
دغه پېښه په داسې مهال شوې، چې تازه د هېواد کې د ترافیکي پېښو ډېرښت له امله د سرپرست حکومت ویاند له ترانسپورټ وزارته غوښتي، چې د ترافیکي پېښو په مخنیوي کې دې خپل مسوولیت ترسره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس