کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان په کوف آب ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ کیلومتره نوي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د بدخشان ولایتي مسوولینو ویلي، د دغه ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ د ۱۵ کیلو متره په اوږدوالي او ۷ متره په سور د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې.
د سیمې خلک بیا وایي، د دغه سړک په جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ د خلکو د تګ – راتګ په برخه کې ستونزې حل او په دغه برخه کې به ورته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
هغوی وایي، د سړک په جوړېدو سره به کروندګر وکولی شي خپل کرنیز محصولات په اسانۍ سره بازار ته ورسوي، چې دا به د اقتصادي ودې او سیمه ییز پرمختګ لپاره اغېزمن وي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/