معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېټانیا افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی

برېټانیا افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
که څه هم له یوه لوري د برېټانیا د نړیوالې پراختیا وزارت ويلي، چې افغانستان کې یې په ۴۷ بنسټونو کې خپل فعالیتونه په بشپړه توګه درولي، خو تازه د برېټانیا د پارلمان ځينو غړو بیا په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په اوسني وضعیت کې باید له افغانستان سره بشري مرستې کمې نشي.
پارلمان د برېټانیا له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د برېټانیا د پارلمان ځینې غړي وايي، په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او برېټانیا باید له افغانستان سره خپلې مرستې ونۀ دروي.
د برېټانیا پارلمان په داسې مهال افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکوي، چې د خوړو نړیوال پروګرام د تازه راپور پر بنسټ افغانستان له څه باندې یوه کال راهیسې له بې مخینې لوږې سره مخ دی

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس