معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېټانیا ته روانې ډوبې شوې کښتۍ کې مړه شوي شپږ تنه ټول افغانان دي

برېټانیا ته روانې ډوبې شوې کښتۍ کې مړه شوي شپږ تنه ټول افغانان دي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۲ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې فرانسوي چارواکو ویلي، چې د فرانسې او برېټانیا ترمنځ سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي، چې د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې ټول افغانان دي.
دا افغانان له فرانسې څخه په غیرقانوني لاره برېټانیا ته روان وو.
د دوی کښتۍ چې د اسوشیتیدپرېس خبري اژانس د خبر له مخې تقریبا ۶۵ سپرلۍ یې درلودې، د برېټانیا په چینل یا مانژ سمندرګې کې ډوبه شوې او چارواکو د کښتۍ د ورکو مسافرو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د فرانسې د ساحلي ښار مرستیال فرانسپرېس ته ویلي، چې شپږ واړه مړه شوي کسان افغانان او عمرونه یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس