معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېټانیا د خپلو ځواکونو لخوا د افغان وګړو د وژلو ادعا څېړي

برېټانیا د خپلو ځواکونو لخوا د افغان وګړو د وژلو ادعا څېړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د برېټانوي رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز ويلي، چې په افغانستان کې د برېټانوي سرتېرو له خوا د ملکي وګړو د وژنو د ادعاوو په اړه د څېړنو بشپړ ملاتړ کوي.
امیرالبحر ټوني رادکین چې پرون یې د دې قضیې په تړاو موظفې کمېټې د ځواب ویلو لپاره راغوښتي و، په یوه بیان کې ویلي چې دی او د دفاع وزارت مشرتابه د دې څېړنو ملاتړ کوي.
د برېټانیا د دفاع وزارت له خوا ګمارل شوې کمېټه هغه ادعاوې څېړي چې وايي، د برېټانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ لسګونه بې ګناه ملکي افغانان چې ماشومان هم په کې وو، وژلي دي.
په داسې حال کې چې هغوی دې سرتېرو ته هېڅ راز امنیتي ګواښ نه وو پېښ کړی. په دې ادعاوو کې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د هغې کورنۍ د نهو غړو وژنه هم شامله ده، چې ویده وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس