کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت د تېر حکومت له ځینو چارواکو د برېښنا له اړخه د ۱۹۵ میلیونه افغانیو پور له راټولولو خبر ورکړی.
د دغه شرکت ویاند زیاته کړې، چې د برېښنا د پورونو د راټولولو بهیر لا هم دوام لري.
په همدې حال کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د تېر حکومت له چارواکو د برېښنا پورونو اخیستو ته خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې دا پیسې باید د برېښنا په برخه کې پر پانګونې ولګول شي.
دوی د برېښنا له شرکته هم غوښتنه کوي، چې د هېوادوالو اقتصادي ستونزو ته په کتو د برېښنا بیه کمه کړي.
بل لور چارو څارونکي هم ټینګار کوي، چې برېښنا شرکت باید په هېواد کې د برېښنا تولید لپاره په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/