پر افغانستان د امریکایانو له پوځي یرغل سره سم که له یوې خوا افغانستان ته د نړیوالو پاملرنه زیاته شوه، بل خوا پر خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو د امریکا او متحدینو له خوا ځینې داسې شیان هم وتپل شول چې نه د افغانانو په خوښه وو او نه هم په ګټه.
د دې ډول کارونو له ډلې که په اقتصادي ډګر کې پر افغانستان باندې د آزاد بازار اقتصادي نظام تپل ؤ، بل اړخ ته په افغانستان کې د شته او بهېدونکو اوبو او نورو طبیعي زېرمو څخه د انرژۍ او برېښنا تولید ؤ چې په تېرو څه باندې دوه لسیزو کې د خوارو افغانانو دا ستونزه حل نشوه او لا هم افغانان پرې کړيږي.
په تېرو دوه، دوه نیمو لسیزو کې افغانانو په پرله پسې ډول نه یوازې په لس هاوو زره ډالره له منځنۍ آسیا څخه د اخیستل شوې برېښنا بیه پرې کړه، بلکې د هېواد والو د برېښنا ستونزه هم هماغه د شلو کلو پخوا په څېر، پر ځای پاتې شوه او لا تر اوسه هم حل نشوه.
په افغانستان کې تر ستر سیاسي بدلون وروسته چې جمهوریت او نیم خپلواکه جمهور رییس واکونو پکې سرونه وخوړل او تر شل کلن پوځي او سیاسي حضور وروسته دلته مېشت امریکایي یرغلګر وتښتېدل، د ګڼو ستونزو او نا خوالو ترڅنګ یې د برېښنا ستونزه هم خوارو افغانانو ته په میراث پرېښوده.
په تېرو دوه، دوه نیمو لسیزو کې که یوې خوا په افغانستان کې د پردیو تپل شوې جګړه روانه وه، بل خوا د ډېرو نورو ناخوالو او ستونزو ترڅنګ، افغانان د وارداتي نظام او وارداتي برېښنا له ستونزو سره لاس او ګریوان وو او د هېواد اتیا سلنه د اړتیا وړ برېښنا مو له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه په بیه را واردوله چې دلته د امریکایي نظام تر سقوط یو نیم کال وروسته هم لا افغانان له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.
که څه هم په هېواد کې د جمهوریت تر سقوط او له هېواده د یرغلګرو امریکایانو تر وتلو وروسته په لومړي سر کې اټکل کېده چې کېدای شي تر سیاسي بدلون وروسته د منځنۍ آسیا برېښنا صادروونکي هېوادونه د برېښنا د پلور په اړه پر خپلو ژمنو ونه دريږي، اما یا د ګټې په خاطر یا هم د نورو سیاسي لاملونو له امله دغه هېوادونه بیا هم افغانستان ته د برېښنا پر صادرلو راضي شول.
خو د دې سره – سره بیا هم خوار افغان ولس هم د دې وارداتي برېښنا له فیضه محروم دی او هم له خپل تولید څخه؛ او دا دی د سږ کال د ساړه ژمي، د وزګارتیا کچې د بې ساري زیاتېدو، د خوراکي او سون توکو د بیو د بې کچې لوړېدو او ګڼو نورو ستونزو سره – سره د برېښنا نه شتون ستونزې هم ګالي.
په کابل کې د افغان برېښنا شرکت د یوه چارواکي په خبره چې اوسمهال افغانستان ته د ازبکستان له ۴۲۰ میګاواټه قراردادي برېښنا څخه یوازې ۵۰ میګاوټه برېښنا راځي او دا اندازه برېښنا د افغانستان د لویو ښارونو ستونزه نشي هوارولی.
د افغان برېښنا شرکت د چارواکو په وینا ازبکستان کې د اقلیمي بدلون له امله دغه هېواد کې د ګازو تولیدکم شوی او دا د دې سبب شو چې دغه هېواد لږه برېښنا تولید کړي چې دغه کار افغانستان ته پر راوارېدونکې برېښنا هم منفي اغېز کړی دی.
بل خوا افغانستان ته د وارداتي برېښنا د کچې کمښت د خلکو د ژوند په هر ډګر کې ستونزې زېږولې او د دې ولس نا خوالې یې لا پسې زیاتې کړې دي، آن تر دې چې د اقتصادي چارو یو شمېر کار پوهان پدې اند دي چې د برېښنا پرله پسې نشتوالی نه یوازې د عامو افغانانو، بلکې د هېواد صنعت ته هم لوی زیان رسولی دی.
د هېواد د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې د برېښنا پرله پسې نه شتون په افغانستان کې شاوخوا شپږ زره وړې او لویې تولیدي فابریکې اغېزمنې کړي او کېدای شی تر ۴۰۰زره ډېر خلک هم د وزګارتوب له ګواښ سره مخ کړي.
دې ټولو نا خوالو او کړکیچونو ته په کتو هغه څه چې خوار او جګړه ځپلي افغانان توقع لري دادي تر څو د افغانستان په درد درمن کار پوهان او چارواکي له یو بل سره لاس ورکړي او تر ټولو لومړی د افغانستان له طبیعي منابعو او په تېره بیا ګاونډیو ته له بهېدونکو اوبو څخه په استفادې، پردیو او ګاونډیو ته تل اوږد شوی لاس را لنډ کړي.
پرته له شکه چې زمونږ جګړه ځپلی هېواد او تل په فقر او نیستۍ کې ساتل شوی ولس د ژوند په هره برخه کې ستونزې لري او هر ډګر ته یې پاملرنه په کار ده، بل خوا هرې ستونزې او هرې نا خوالې ته یې پاملرنه ډېر زیار او کافي وخت ته هم اړتیا لري، خو هغه مشهور متل دی چې که ” زړه وسوزي له ړندې سترګې هم اوښکه راځي!”.
که چېرې مو ولس او چارواکي د لومړیتوبونو سره سم او عادلانه مهال وېش ولري او د هېواد اړتیاوو لومړیتوبونو ته د ولس له سترګو وګوري نه د پردیو او ګاونډیانو له سترګو، نه یوازې دا د برېښنا ستونزه چې ګڼې نورې ستونزې او نا خوالې به هم حل شي. پدې هيله چې نور پر خپلو مټو متکي هېواد او پر لومړیتوبونو پوه چارواکي ولرو.
“پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو او تبصرو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164