معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بشري مرستو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ مشر سبا دوشنبه ملګرو ملتونو ته خپل راپور وړاندې کوي

بشري مرستو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ مشر سبا دوشنبه ملګرو ملتونو ته خپل راپور وړاندې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفټس سبا دوشنبه ملګرو ملتونو ته د افغانستان په تړاو خپل راپور وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي یو ویاند سټیفین دوجاریک ویلي، دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په یولسو بجو ترسره شي.
په دغه غونډه کې به د ماشومانو د ژغورنې د ادارې اجراییه رییس جانتي سورپیو او د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عبدي هم برخه واخلي.
دغه ډول ویل شوي چې د پاملرنې موسسې مشره سوفیا پینیرو په دې غونډه کې انلاین ګډون وکړي.
هېره دې نه وي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفټس افغانستان ته سفر کړی او دلته یې د افغان حکومت له بېلابېلو مشرانو سره لیدنې_کتنې لرې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس