کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان برېښنا ریاست مسوولینو ويلي، د روان ۱۴۰۲ کال په لومړي میاشت کې یې تر ۲۳ میلیونه افغانیو ډېر عواید راټول کړي دي.
د دغه ریاست مشر ویلي، د برېښنا ریاست تجارتي څانګې د پرلپسې هڅو په پایله کې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشت کې د پلورل شوې برېښنا او اړوند خدماتو څخه ۲۳ میلیونه، ۵۷۵ زره او ۸۳۳ افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې پر دې سربېره یې په یاده موده کې د شبکې ګڼې برخې ترمیم او نوې کړي او د ناقانونه برېښنا کارونې مخنیوی یې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/