معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې د ۱۲ کسانو ډله ییزې وژنې په تور یو شمېر کسان نیول شوي

بغلان کې د ۱۲ کسانو ډله ییزې وژنې په تور یو شمېر کسان نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان نهرین ولسوالۍ شهر کهنه سیمه کې وسلوالو په سید پادشاه زیارت کې پر عبادت کوونکو ډزې کړي، چې له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ مشر عبدالغيور خادم دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور یو شمېر کسان نیول شوي دي.

نوموړي د عاملینو او موخو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

تر دې دمه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس