کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ويلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۱ سوه هکټاره ځمکه باندې د پنبې کښتونه شوي، چې د دوی د اټکل له مخې به ۲۶ سوه ۱۸ میټریک ټنه پنبه ترې ترلاسه شي.
د دوی په وینا تېر کال دغه شمېر ۳ زره ۸۰ میټریک ټنو ته رسېده.
نباتي افتونه او اقلیمي بدلونونه د پنبې د حاصلاتو کمېدو لاملونه بلل کیږي.
بغلان کې ځينې کروندګر له مسوولینو د مرستو او همکارۍ غوښتنه کوي.
له پېړیو راهیسې هېواد کې د پنبې کښتونه کیږي، چې له محصولاتو یې په بېلابېلو برخو کې ګټه اخیستل کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/