معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې ۲۴۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

بغلان کې ۲۴۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان په شپږ ولسوالیو کې د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خبر پر بنسټ، د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ویلي، چې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د بغلان په بنو، دهصلاح، پلحصار، دوشي، خنجان او تاله و برفک په ولسوالیو کې د ۲۵۸ شوراګانو په کچه ۳۵۸ پروژې د ۴۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت تر پوښښ لاندې راغلي، چې نړیوال بانک یې مالي ملاتړ کړی، د AKF له لوري تسهیل شوي او د UNOPS له لوري پلي کیږي.
د نوموړي په خبره د دې پروژو له ډلې څخه د ۳۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بغلان د اقتصاد رییس وایي، د دې پروژو په پلي کېدو سره ۲۳ زره ۷۳۵ کارګرانو په مستقیم ډول کار کړی، چې ۲۱۰ زره کسان یې له ګټې برخمن شوي او ۳۰ زره ۶۰۲ کورنۍ د دې پروژو له ګټو برخمنې کیږي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس