معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بغلان کې ۷۲ روږدي راټول او د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول

بغلان کې ۷۲ روږدي راټول او د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان امنیې قومندانۍ مسوولینو ويلي، په مخدره توکو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین یې د دې ولایت په مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې ترسره کړ.
د خبر پر بنسټ یاد کمپاین کې یې ۷۲ روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته ولیږدول شول.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د درې جلا عملیاتو په ترڅ کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ او د پلخمري ښار په مربوطاتو کې ۷۲ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان نیولي او د درملني په موخه یې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته معرفي کړي دي.
راټول شوي روږدي کسان د ۴۵ ورځو لپاره په کمپونو کې تر درملنې لاندې نیول کیږي او د درملنې دورې له بشپړېدو او تر روغېدو وروسته د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو له خوا خپلو کورنيو ته وسپاري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس