معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د مالوچو د پروسس یوې فابریکې په کار پیل کړی

بلخ کې د مالوچو د پروسس یوې فابریکې په کار پیل کړی

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۱۶مه او د سپټمبر ۸مه نېټه ده) د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکي په دغه ولایت کې د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالوچو د پروسس یوې فابریکې له جوړېدو خبر ور کوي.
باختر دولتي خبري اژانس د یادې خونې د چارواکو له ویلي، چې دا فابریکه د ۲ میلیون ډالرو په ارزښت د یو خصوصي سکټور لخوا جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د صیام انټرنشنل کارخونې مشر «سید محمد هاشم هاشمي» ویلي چې دا فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۰ زرو کیلو ګرامه مالوچو د پروسس وړتیا ولري.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکو دا هم ویلي چې د مالوچو په برخه کې به دا فابریکه د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ثابته شي.
بلخ یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې ترې د ځینو پروژو د جوړېدو خبر ورکړل شوی دی.
د دغه ولایت سیمه‌ ییزو چارواکو ویلي چې په بلخ کې اوس مهال تر ۳۰۰ زیاتې وړې او لویې کارخونې فعالیت لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس