معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلغاريا ته پر لاره, يوې لارۍ کې د ۱۸ تنو افغانانو مړي موندل شوي

بلغاريا ته پر لاره, يوې لارۍ کې د ۱۸ تنو افغانانو مړي موندل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې اروپا ته په قاچاقي لارو روان ۱۸ تنه افغانان چې د بلغاريې پر لار د تلو په موخه روان شوي وو، دغه سیمه کې یې یوه لارۍ کې مړي موندل شوي دي.
ځایي چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغې لارې کې ټول_ټال ۴۰ تنه افغان کډوال سپاره وو چې له ډلې يې ۱۸ مړه شوي دي.
بل لور ته فرانس پرېس آژانس د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، دغه موټر په غيرقانوني ډول شاوخوا ۴۰ کډوال لېږدول چې تر لرګيو لاندې پټ وو.
د راپورونو له مخې دا په بلغاريا کې د انسان د قاچاق یوه له خونړیو پېښو څخه ده.
تر اوسه د دغو افغان کډوالو د مړه کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
د بلغاريا د روغتیا وزیر اسین مید جیدیف خبریالانو ته ویلي، په لارۍ کې د اتو نورو کسانو روغتیايي حالت هم خراب و چې روغتون ته وړل شوي دي.
افغانستان کې د د بې روزګارۍ او فقر څپې له وجې دې وروستیو کې په غیر قانوني ډول د افغانانو تللو زور موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس