معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلوڅ بېلتون غوښتونکي په شویو عملیاتو کې له سلو ډېر پاکستاني سرتیري وژلي

بلوڅ بېلتون غوښتونکي په شویو عملیاتو کې له سلو ډېر پاکستاني سرتیري وژلي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۶  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې ویلي، چې د هیروف په نوم د پاکستان د پوځ پر یوه اډه باندې شوي عملیات یې له شلو ساعتونو وروسته پای ته ورسول.

دغه بریدونه د بلوچستان ایالت په ګڼو سیمو کې هم مهاله شوي، چې په ترڅ کې یې د پاکستاني ځواکونو لسګونه تنه وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه بریدونه پر رېل پټلیو، سټېشنونو، موټرو او لویو لارو شوي، چې په کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي دي، خو بل لور بیا د پاکستان پوځ د خپلو ۱۴ سرتېرو وژل کېدل تایید کړي دي.

دا بریدونه په وروستیو کلونو کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو تر ټولو پراخ ګڼل شوي دي.

بلوڅ بېلتون پالو ویلي، عملیاتو کې یې د پاکستان د پوځ (بیلا) کمپ ونیوه او هلته یې ۶۲ پوځیان ووژل.

دوی همداراز ادعا کړې چې د لارو په بندولو او نورو بریدونو کې یې د پاکستان ۱۳۰ تنه امنیتي ځواکونه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ چې د بلوچستان بیلولو لپاره له ډېرو کلونو راهیسي د پاکستان د پوځ پر ضد جنګیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس